IQNA

د اسرائیل ورزش کارو په ننوتلو باندې بندیز نه د مالیزیا د لومړۍ وزیر حمایت

11:04 - January 31, 2019
د خبر لمبر: 3481906
نړیواله ډله: د مالیزیا لومړي وزیر ماهاتیر محمد، دغه هیواد ته د پارالمپیک په مقابلو کښې ګډون کولو لپاره د اسرائیلې ورزشکارانو ننوتلو باندې بندیز نه حمایت کړی.
د ایکنا راپور له مخې، له نیواسټرټت ټایمز نه په نقل، ماهاتیر محمد د خبریالو سره په مرکه کښې د دې په اړه وویل: مونږ پر خپلو اصولو ټینګ ولاړ یو او اسرائیل یو جنایتکار حکومت  ګڼو، دې حکومت ډېرو نړیواله قانونو څخه سرغړونه کړې، خو ولی څوک د هغې په اړه خبرې نه کوې.
هغه زیاته کړه: مونږ حق لرو چې خپل احساس بیان کړو او ځانګړې خاص سیاستونه ؤ لرو.
هغه د پارالمپیک نړیواله کمېټۍ له اړخه د مالیزیا نه د پارالمبيک انتخابی لامبو مقابلو د کوربه حق سلب کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې، چې د دغه هیواد ته د اسرائیل ورزشکار د را تلو باندې بندیز دی، دا خبره څرګنده کړه.
دا د ۲۰۲۰ توکیو د پارالمپیک انتخابی مقابلې شمېرلي کېږي چې د ۲۰۱۹ کال د ۲۹ جولای نه تر ۴ اګست(د ۹۸ کال مرداد میاشتې اووم نه تر ۱۳) پيل کېږي.
مالیزیا چې د اسرائیل سره دیپلماټیک اړیکې نه لرې، اعلان کړې چې د اسرائیل ورزشکار اجازت نه لرې چې په دې هیواد کښې په دغه مقابلو کښې ګډون وکړي.
ماهاتیر محمد دې بیان سره چې هغه د پارالمپیک نړیواله کمېټۍ د فیصلې سره هیڅ ستونزه نه لرې زیاته کړه: که دا حق نه لرو چې د دغه مقابلو کوربه شو، نو توان لرو چې د نورو مقابلو کوربه شو.
 http://iqna.ir/fa/news/3785441
captcha