د ایکنا راپور له مخې، د مالیزیا (mihas.com) حلال نندارتون اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا د حلال نړیواله نندارتون ۱۶ دوره، له کال ۲۰۱۹ د فروري میاشتې ۱۴ نه تر ۶ اپرېل د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کښې پيل کېږي.
په دغه نندارتون کښې بېلابېل محصولات چې خواړو له غوښه او چرګه، د ابو خوراکونه لکه ماهی، عضوي محصولات، خام خواړه ادویه، د روغتیا محصولات د بوټو دارو او د ښکلا او د میوو، سابه، د شودو محصولات، خشک شوې میوې، خواږه او بسکیوټس او دارو ته شامل دې وړاندې کېږي.
تېر کال، ۷۷۸ شرکتونه له ۳۲ هیوادونو نه په دغه نندارتون کښې خپل محصولات وړاندې کړې وو او ۲۱ زره فعال تولید کوونکو حلال محصولات وړاندې کړې وو چې له نړۍ ۷۲ هیوادونو له دغه نه کتنه کړې وه؛ د مالیزیا ۱.۸ رینګیت قراردادونه (۴۰۰ میلیون ډالر) هم په دغه نندارتون کښې ترسره شو.
د مالیزیا حلال نړیواله نندارتون په کال ۲۰۰۴ کښې د Shapers Malaysia شرکت په همت سره جوړ شوې او په کال ۲۰۰۸ کښې امتیاز یی د مالیزیا حکومت ته منتقل شوې؛ دا نندارتون له مالیزیا بهرنې تجارت او پراختیا سازمان چې د مالیزیا بهرنی تجارت او صنعت وزارت سره تړون لري له اړخه پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3785131