د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان خبرونو http://talwasa.af ویبپاڼې نه په نقل، د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې امریکا او افغان حکومت د داعش ډلې ملاتړ کوي.
نوموړی وايي، داعش په افغانستان کې لوی قوت نه و، ده ویلي طالبان په دې وروستیو کې د افغانستان له شمال څخه د دوی په ورکولو بوخت وو، خو امریکا او افغان حکومت دوی نورو سیمو ته ولېږدول او یو ځل بیا یې راژوندي کړل.
شاهین وايي، که دوی په افغانستان کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره په جګړه بوخت نه اوسي، یوه میاشت کې به داعش ډله له منځه یوسي.
نوموړي له امریکايي استازو سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د کوم بل هېواد پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمالېدو خبرې سوي او د دواړو لوریو تر منځ پر دې موضوع هوکړه هم سوې.
شاهین وايي، دوه کاري ډلې جوړې سوي، چې راتلونکو ورځو کې به په دې اړه خبرې وکړي.