IQNA

22:05 - February 01, 2019
د خبر لمبر: 3481912
نړیواله ډله: طالبان وايي، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته داعش ډله لوی خطر نه سي ثابتېدی، بلکې د سولې هوکړې په صورت کې به دوی په یوه میاشت کې داعش ډله له افغانستانه ورکه کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان خبرونو http://talwasa.af ویبپاڼې نه په نقل،  د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې امریکا او افغان حکومت د داعش ډلې ملاتړ کوي.
نوموړی وايي، داعش په افغانستان کې لوی قوت نه و، ده ویلي طالبان په دې وروستیو کې د افغانستان له شمال څخه د دوی په ورکولو بوخت وو، خو امریکا او افغان حکومت دوی نورو سیمو ته ولېږدول او یو ځل بیا یې راژوندي کړل.
 شاهین وايي، که دوی په افغانستان کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره په جګړه بوخت نه اوسي، یوه میاشت کې به داعش ډله له منځه یوسي.
 نوموړي له امریکايي استازو سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د کوم بل هېواد پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمالېدو خبرې سوي او د دواړو لوریو تر منځ پر دې موضوع هوکړه هم سوې.
 شاهین وايي، دوه کاري ډلې جوړې سوي، چې راتلونکو ورځو کې به په دې اړه خبرې وکړي.

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: