IQNA

دپاکستان خلک د محمد بن سلمان له سفر سره مخالف دی

21:36 - February 02, 2019
د خبر لمبر: 3481915
نړیواله ډله: ټاکل شوي ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادي کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشي .

د ایکنا راپور نه په نقل، د تهران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان او د سعودی عربستان د اړیکو د ښه کولو لپاره اسلام اباد ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتلونکی سفر په اړه د پاکستان د رسنیو له اعلان وروسته د اینټرنیټ استعمالونکو او دغه راز د سیاسی او د مذهبی ګوندونو مشرانو له دغه سفر سره خپل مخالفتونه کړی څرګند کړی او خپل دریځونه یې هم بیان کړی دی .
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال «علامه سید عبدالحسین الحسینی» د یمن د ملت او دسیمې د ملتونو په وړاندې د سعودی عربستان ورانونکو او غلیمانه سیاستونو ته په غبرګون کښې وویل دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم حملې د زرګونو ملکی خلکو د وژل کیدا او ددغه هیواد بیخ بنایانو ته د مادی تاوانونو د رسیدا سبب شوی دی .
الحسینی پاکستان ته د ترهګرۍ د ترټولو ستر ملاتړی سړی محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل پاکستان ته د محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفتونو اصلی علت د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې مسله او په دغه جنایت کښې د محمد بن سلمان رول ګڼی .
ټاکل شوی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادی کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشی .

captcha