IQNA

په خان شيخون سيمه کښې د کيميائي حملې لپاره تياري

23:24 - February 06, 2019
د خبر لمبر: 3481928
نړیواله ډله: سوري سرچينو پرون د سوريې د ادلب صوبې د جنوب په خان شيخون سيمه کښې د کيميائي حملې د ترسره کولو لپاره د تحرير الشام يا جبه النصره ترهه ګرې ډلې د چمتووالي خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سوريې د بشري حقوقو يو فعال احمد کاظم وويل، د تحريرالشام ترهه ګرې ډلې عناصرو څو بېرله کلورين ګېس خان شيخون سيمې ته منتقل کړے دے. ترهه ګرو له دې مخکې هم خان شيخون او د ختيځې غوطې په شمول د سوريې په ځينو نورو سيمو کښې کيميائي حملې کړې او دمشق يې د دغو حملو ذمه وار معرفي کړ. ترهه ګر د نړيوالې ټولنې د احساساتو د تحريکولو او په خپلو عوامو باندې په حملو د سوريې د حکومت د  تورنولو کوشش کوي. له دې امله  د اوسنيو فضاء  جوړونو مقصد د ترهه ګرو او د هغوي د ملاتړو په مقابل کښې د سوريې د فوځ له پراخو کاميابيو سره سره د سوريې د ځواکونو د پرمختګ خنډ کېدل، د عامه افکارو،ګمراه کول او د حقائقو اپوټه ښودل دي. ترهه ګرو تر اوسه په ځلونو په سوريې کښې کيميائي وسلې استعمالې کړې دي. دا په داسې حال کښې دي چې امريکه اجازه نه ورکوي چې له کيميائي وسلو څخه د دمشق د استفادې په اړه په صحيح توګه تحقيقات وشي. ځکه چې د داسې تحقيقاتو د ترسره کېدو په صورت کښې په تېره بيا له کيميائي وسلو څخه د دمشق د استفادې په اړه د ترهه ګرو او د هغوي د ملاتړو دروغ په ډاګه کيږي.رسانه اي ټولنو د سوريې په خلاف د جعلي ادعاګانو د مطرح کولو مقصد په سوريې کښې د ترهه ګرو له پوره ماتې څخه د ممانعت په خاطر د هغوي لخوا د کيميائي وسلو د لا زيات استعمال په خاطر د حالاتو د برابرولو لپاره فضاء جوړونه وبلله.
ترهه ګرې ډلې د جنايتونو او وژلې په زمينه کښې د ځان لپاره د هيڅ حد او پولې قائلې نه دي او د جنګي جنايتونو په ترسره کولو کښې د نړيوالو ادارو د کوتاهۍ په وجه پوره آزادي لري او له هر ډول قانوني چاره  جوئۍ څخه په امان کښې دي. په داسې حالاتو کښې د ترهه ګرو ملاتړي هېوادونه په تېره بيا سعودي له ترهه ګرو څخه د هراړخيز ملاتړ ختمولو ته حاضر نه دي او په عملي توګه هغوي کيميائي وسلو ته د ترهه ګرو لاسرسائي اسانوي. د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو هدف له کيمائي  وسلو څخه پراخه استفاده او د سوريې د خلقو ترمېنځ د زيات رعب او وحشت رامنځته کول دي چې هغوي تسليمېدو ته مجبور کړي.
د سوريې د حکومت په خلاف د ترهه ګرو او د هغوي د ملاتړو لخوا د تورونو مطرح کېدل په داسې حال کښې دي چې دغه تور لګونې هيڅ منطق نه لري ځکه چې په بنيادي توګه د سوريې ځواکونه چې د ترهه ګرو او د  وسله والو ډلو په خلاف د ميداني عملياتو په ډګر کښې برلاسي لري د غېر متعارفو وسلو استعمال ته ضرورت نه لري.
د دې په اپوټه ماتې خوړونکے لورے دے چې د خپلو ماتو د تلافي کولو لپاره په هر اقدام لاس پورې کوي او د کيميائي وسلو په زيات استعمال کښې د ترهه ګرو تحرکات د داسې واقعيت تائيدونکي دي. په جنګي عملياتو کښې له کيميائي موادو څخه د ترهه ګرو په استفادې سره د کيميائي ترهه ګرۍ خطر ډېر جدي او پراخه شوے دے چې ورسره مبارزه پکار دي د يو نړيوال تړون په قالب کښې وشي. په دې زمينه کښې د هر ډول کوتاهي د دې سبب کيږي چې نتائج يې يوازې په سوريې کښې محدود پاتې نه شي او نړيواله ټولنه  يې له جدي خطراتو سره مخامخه شي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80168
captcha