نړیواله ډله: داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دګرانې لور حضرت فاطمة الزهرا دشهادت دشپو ورځو په مناسبت دلومړنۍ شپې ویر اوماتم د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضر ت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای ، یو شمیر حکومتی او پوځی مسئولانو او دزرګونو خلکو په شتون سره په امام خمینی امامباړې کې ترسره شو.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، په دغو دستورو کې آیت ا... سید احمد خاتمی پخپلې وینا کې دحضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها دشهادت له شپو ورځو سره داسلامی انقلاب د څلویښتمې کلیزې یو وخت والی ته په اشارې سره ووئیل ، داسلامی انقلاب ستر ویاړ دحضرت صدیقةالکبری او دهغې بزرګوارې دلوړو موخو په لاره کې حرکت دی .هغه روښانه کړې ، دایران دملت په ضد دښمنیانې به ، دغه ملت لاپیاوړی کړی او بې شکه به له سختو اوپیچلو خنډونو سرلوړی ووځی .
په دغو دستورو کې همداراز مداحانو اوذاکرانو د حضرت فاطمة الزهرا پر کړاؤنو اوسختیو په ویر اوماتم کې مرثیې او نوحې ووئیلې .
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم دایّام فاطمیّه په مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i80149