IQNA

ملي امنیت کابل کې د داعش د جلب او جذب مسوول نیولی

23:05 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481933
نړیواله ډله: ملي امنیت وايي، د کابل لپاره یې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول ابو عبیدالله متوکل نیولی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د محور خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې متوکل د پوهنتون استاد و او په یو جومات کې يې د خطیب په توګه دنده ترسره کوله.
د خبرپاڼې له مخې، متوکل کابل ښار کې ځوانان او د پوهنتون محصلین د داعش لیکو ته جذب کول.
ملي امنیت وايي، د کابل لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول يې د پنځمې ناحیې له اړوند سیمو نیولی دی.
ویل کېږي دغه کس زیات شمېر ځوانان ننګرهار و لایت ته د داعش لیکو ته لېږلي و.
captcha