IQNA

خلیلزاد: د طالبانو په تشو ژمنو باور نه کوو

23:09 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481934
نړیواله ډله: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره د خپلو وروستیو مذاکراتو ځینې جزییات خپاره کړي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د محور نیوز نه په نقل، خلیلزاد چې د واشنګټن د سولې په انسټیټوټ کې وینا کوله وویل، له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره نه، بلکې د سولې او امن تامین په موخه دي.
د خلیلزاد ټينګار دی امریکا هڅه کوي تر څو د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.  د هغه په خبره، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي
هغه دا هم ویلي: که له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې د سولې هوکړه لاسلیک نه شوه، ټاکنې به ورته ونه ځنډوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو په تشو ژمنو ځکه باور نه شي کولای چې دا ضمانت شتون نه لري چې د سولې تر توافق وروسته دې دغه ډله د سیمې هېوادونه او امریکا ونه ګواښي.
طالبانو د مسکو په غونډه کې اعلان کړی و چې له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي چې سرتېري به یې له افغانستان څخه باسي؛ خو خلیلزاد تازه ویلي چې د سرتېرو اېستل د سولې تامین پورې تړلی دی.
خلیلزاد ویلي، تر اوسه د خبرو په لومړي پړاوونو کې دی او په وینا یې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته.
ټاکل شوې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ بله ناسته به د روانې عیسوۍ میاشتې پر ٢٥ مه ترسره شي.
captcha