IQNA

هلمند کې د سولې په ملاتړ غونډه جوړه شوه

23:36 - February 12, 2019
د خبر لمبر: 3481952
نړیواله ډله: د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې لسګونه قومي مخور، ځوانان، دیني عالمان او اوسیدونکي د سولې په ملاتړ راټول شوي ؤ.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سولې روانې پروسې په ملاتړ او پر اوربند د هوکړې په موخه د لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو له لوري د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې ولسي غونډه ترسره شوه،  چې پرمهال یې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیل او د سولې له پروسې سره یوځای شي.
د دې ولسي غونډې ترتیبونکي لعل محمد صفا وویل ،افغانان جنګ نه غواړي او اړتیا ده چې پدې هیواد کې تل پاتې سوله رامنځته او روان بحران ته د پای ټکی کیښودل شي.
د نوموړي په خبره اوسنی حالت چې هره ورځ پکې لسګونه هیوادوال وژل کېږي نور د زغملو وړ ندی.
همداراز قومي مشرانو او دیني عالمانو وویل، له روانې جګړې سخت ستړي او لویې قربانۍ یې ورکړي دي، نور باید رښتنې او تلپاتې سوله رامنځته شي.
دیني عالمان همدارنګه زیاتوي څوک چې سوله نکوي ،د اسلام او دین څخه سرغړونکي دي، ځکه اسلام پر سولې، یوالي او ورورولي ټینګار کړیدی، دوی له ټولو افغانانو څخه یې د سولې پروسې کې د بشپړې همکارۍ او پر وسله والو طالبان د سولې په موخه د فشار راویستلو غوښتنه وکړه.
هلمند کې تردې وړاندې هم د سولې په ملاتړ پراخي غونډي ترسره شویدي، او پر وسله والو طالبانو یې ټينګار کړیدی چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ مذاکرات پيل کړي.
captcha