د ایکنا راپور له مخې، د alkhaleejonline.net؛ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د چین په شمال غرب کښې د چینګهای ولایت چارواکو اعلان کړې: په دغه هیواد کښې د قرآن کریم لاس لیکلې لرغونې نسخې لپاره لومړي ځل د عامو خلکو لپاره وړاندې شوې دې.
د راپور له مخې، د قرآن کریم دغه لاس لیکلې نسخه د شینهوا خپلواکه سیمې په کلتوری او سیاحت ګالرۍ کښې د سالار قومیت لپاره نندارې ته وړاندې کړې دې او هره ورځ ۶۰۰۰ کسان له هغې نه کتنه کوې.
د شینهوا خپلواکې سیمې د سیاحت او کلتوری ګالرۍ دفتر مشر اعلان کړې چې په چین کښې د قرآن لرغونې نسخې عمومي نندارتون چې له ۲۳ جنوري(۳ بهمن) نه شورو شوې او تر یوې میاشتې ادامه لرې او زیات خلک یی د چینګهای ولایت پلازمینه له ښار شینینګ نه کتنه کوي.
دا خطي نسخه او لاس لیکلې قرآن په دوه برخو ۱۵ سپارې او په ټول ۳۰ برخو کښې تقسیم دی او ۸۶۷ پاڼې لري او لرغونتوب یی تر ۱۱۰۰ نه تر ۱۳۰۰ کال پورې ټاکلې شوې دې.
http://www.iqna.ir/fa/news/3789179