د ایکنا راپور له مخې، د اطلس خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندې مشر جنرال جوزېف ووټل ویلي: له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ سرتېري بهر کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان وضعیت ارزولی دی او له ارزونې وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده.
مېلر ووټل ته ویلي چې د سرتېرو وتل به د افغانستان په وضعیت منفي تاثیر ونه کړي
د نوموړي په وینا، دا کار يې د مصارفو د راکمولو په خاطر کړی دی
مېلر تېره ورځ هرات ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د افغان ځواکونو وړتیاوې په بېساري ډول زیاتې شوي دي.
له دې وړاندې د امریکا د فاع وزیر ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
http://iqna.ir/fa/news/3790456