IQNA

پاکستان ته د سعودی عربستان د ولیعهد سفر وځنډید

21:54 - February 16, 2019
د خبر لمبر: 3481957
نړیواله ډله: سعودي عربستان دټرافیک پولیس چارواکي به په اسلام اباد کښې د محمد بن سلمان د سفر په وخت ماموریت ترسره کړي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت د محمد بن سلمان د سفر ځنډیدا علت نه دی بیان کړی .دغه راز  د سعودی عربستان او د پاکستان د سوداګرانو په راتلونکی کانفرنس کښې ګډون کونکو ته اعلانیه خپره شوی ده چې د ځینو دلایلو په خاطر دغه کانفرنس ځنډول شوی دی .
ددغه کانفرنس د ترسره کیدا  نوی نیټه به زر اعلان شی .
د سعودی عربستان دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان  به چې لاسونه یې د یمن ، دسوریې د عراق او دنورو ډیرو اسلامی هیوادونو دبې ګناه خلکو په وینو ککړ دی په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې دغه مقام ته له رسیدا وروسته سبا پاکستان ته لومړی سفر وکړی .
پاکستان ته د عربستان د ولیعهد دسفر هدف په بیلابیلو برخو کښې له اسلام اباد سره د څو میلیارډه ډالرو د موافقو لاسلیک کول دی .
ویل کیږی چې دسعودی عربستان دټرافیک پولیس چارواکی به په اسلام اباد کښې د محمد بن سلمان د سفر په وخت ماموریت ترسره کړی .
captcha