د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د ټولنې په اصلاح کې د علماؤ رول مهم دی او ډاډ یې ورکړ،هغه علمآ چې اویزونه لري،د مراحلو له بشپړیدو وروسته به ورته د دوی غصب شوې نمرې بېرته د دوی په واک کې ورکوي
میاخیل وویل، ولایت ته یې د راتګ موخه د سولې لپاره کار کول دي،چې له مخې به یې حکومتداري پياوړي، امنیت تامین، اقتصادي وضعیت پياوړی او رغنیزو چارو ته به زمینه برابره شي، همدا راز یې زیاته کړه، چې د علمآؤ کرامو په همکارۍ هڅه کوي،ترڅو دا ولایت د هېواد په کچه د سولي لومړنی مرکز ونومول شي .
د افغانستان د علمآؤ د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د علمآؤ کراموڅخه وغوښتل،چې په ټولو اسلامي چارو د ملاتړ ترڅنګ ننګرهار والي څخه وغوښتل،چې علماؤ کرامو سره وخت په وخت مشورې وکړي .
د ننګرهار د حج اواوقافو رئیس مولوي محمد دواد مجاهد د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل ته ډاډ ورکړ،چې ټول دیني عالمان به یې په قانوني چارو کې ملاتړي اوسي،خو د علماؤ کرامو لپاره د استوګنو نمرو،د رسمي امامانو د تشکیل د زیاتوالي او د غونډو ځای د جوړیدو برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
http://talwasa.af/2019/03/04