IQNA

د کشمیر د جماعت اسلامی درې لارښودو زنداني شول

10:19 - March 05, 2019
د خبر لمبر: 3481997
نړیواله ډله: د هند پولیس د دغه هیواد د کنترول لاندې کشمیر د جامو ښار په شپږو سیمو برید کښې درې تنه له جماعت اسلامی لارښودو نه نیولې دی او د دغه ګوند په لسګونو عمارتونه یی بند کړې دې.

د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند یو پولیس افسر په دې اړه وویل: په دغه بریدونو کښې، د کشمیر جماعت اسلامی حزب په دفترونو کښې موجود اسنادو شتون او د ۶ بانکی حسابونو چې له دغه حزب سره مربوط دی په نښه شوې چې د بانکونو نه غوښتنه شوې چې دغه حسابونه بند کړي.
د هند حکومت د جمعه(۱۰ اسفند) په ورځ  د یوې بیانیه صادر کولو سره په جماعت اسلامی ګوند باندې د افراط ګرۍ او تاوتریخوالی نه د حمایت تور لګولو سره د دوې فعالیتونو باندې تر پنځه کالو پوري بندیز لګولې او یو شمېر لارښود او د دغه حزب له ۱۵۰ نه زیات فعال کسان نیولې دې.
د کشمیر د جماعت اسلامی ګوند چې په کال ۱۹۴۲ کښې جوړ شوې دی او مرکز یی د کشمیر په سیمه کښې دی، د دغه سیمې د خلکو په پراخه توګه حمایت ورته حاصل دی.
د اسلام آباد او د دهلی نو ترمنځه د نښتو نوې دور له شورو نه ورستو چې دوه اونۍ مخکې د هند د کنترول لاندې د کشمیر په سیمه کښې ځانمرګې برید له کبله چې ۴۴ هندي پوځی چارواکې په کښې مړه او ۴۶ کسان په کښې ژوبل شوې وو، شورو شوې دې. په پاکستان کښې مېشت د جیش محمد ترهګرو ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه اخیستلی.
په داسې حال کښې چې د روس اسپوتنیک خبرونو په بیړني خبر کښې چې د هندي رسنۍ نه یی په نقل سره اعلان کړې چې مسعود اظهار د جیش محمد د ترهګرې ډلې مشر د اتبار په ورځ مړ شوې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3795036
captcha