IQNA

د دینونو لارښودې په کربلا کښې سره راټولېږي

21:46 - March 05, 2019
د خبر لمبر: 3481999
نړیواله ډله: د عراق مذهبونو او دینونو لارښود په څلورمه کلتوری غونډه، د اسفند میاشتې ۱۶ باندې په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام په حرم کښې پيل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د  imamhussain.org اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل؛ طلال کمالی، د دې غونډې پيل کوونکې څارونکې، په دې اړه وویل: دا غونډه د امام حسین علیه السلام د حرم په همت سره پيل کېږي او یو شمېر د عراق مذهبونو او دینونو مشران، د پوهنتون او حوزه علمیه استادان به په دغه غونډه کښې ګډون کوې.
هغه دې بیان سره چې دا غونډه د دینونو ترمنځه خبرونو اترو او د اعتدال او منځنۍ لاره ترلاسه کولو، د عراقي مختلفو ډلو ترمنځه د ګډ ژوند پراختیا او تفاهم هدف سره پیل کېږي. څرګنده کړه: د غونډه د « د انسانښت او ملي هویت شعار سره څه رنګه د ښاریزو ګډ ژوند» چې د دې غونډې محور دی پيل کېږي.
کمالي په ادامه کښې زیاته کړه: د عراق او د نړۍ د مسیحیانو له اړخه د کلدانی کلیسا ستر اسقف کاردینال رافائل لوییس ساکو، شیخ ستار جبار د ایزدی او د صائبین مندائی له اړخه، د اهل سنت اوقاف اداره، د شیعیانو اوقاف اداره او د یونسکو سازمان په دغه غونډه کښې شتون لري.
هغه زیاته کړه: د دې غونډې د پروګرام پر اساس د زیارت په ورځ(د اسفند میاشتې ۱۶) باندې په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د حرم په انګړ کښې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3795012
captcha