IQNA

د امام محمد باقر علیه السلام نیکمرغه ولادت مو مبارک شه

13:07 - March 08, 2019
د خبر لمبر: 3482004
نړیواله ډله: نن د نړۍ د مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.

د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) په لمسیانو کښې د شیعیانو پنځم امام د ۵۷ هجري قمري کال د رجب د میاشتې په اوله نیټه په مدینې منورې کښې دنیا ته راغی.

د امامت او ولایت د اسمان د دغه پنځم ځلانده ستوري د میلاد په شپه او ورځ په ټول اسلامي ایران کښې جشن او خوشالۍ نمانځلې کیږي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وایو./http://parstoday.com/ps/news/world-i80781

captcha