ایرنا خبری اژانس د هندی او پاکستانی سرچینو له قوله راپور ورکوی چی په هند کې د پاکستان سفیر سهیل محمود او په پاکستان کی د هند سفیر اجې بیساریا چی دواړو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالی له زیاتیدا وروسته د سلا و مشورو لپاره اسلام اباد او نوی ډیلی ته بلل شوی وو ، نن د تاوتریخوالی له کمیدا وروسته د خپل ماموریت ځایونو ته ستنه شول .
د پاکستان او هند ترمینځ د کشمیر په پلوامه سیمه کی په هندی عسکرو د جیش محمد د ترهه ګرې ډلې د فرورۍ د ۱۴ نیټې له حملې وروسته د تاوتریخوالی تازه پړاو پیل شوی دی .