IQNA

د عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسم ګډوډ شول

22:17 - March 09, 2019
د خبر لمبر: 3482009
نړیواله ډله: د کابل په لوېدیځ کې د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسمو ته څېرمه له څو پرله پسې چاودنو وروسته یاد مراسم پای ته ورسېدل.
د ایکنا راپور له مخې، د آریانانیوز نه په نقل، د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن شاوخوا ۱۲ بجې له یادو مراسمو لرې څو پرله پسې چاودنې ترسره شوې دي.هغه وویل، د یادې پېښې جزيیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
دغه مراسم د پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او ځينې نورو چارواکو په ګډون د مزاري یاد غونډه جوړه شوې وه.
له چاودنو وروسته د سولې او اعتدال ټاکنيز ټکټ مرستیال محمد محقق په خپلو خبرو غونډه پای ته ورسوله.
ariananews.co/ps/afghanistan/
captcha