IQNA

د قرآن کریم سپکاوې تور باندې په پاکستان کښې ۷ کسان نیولې شوې

13:12 - March 28, 2019
د خبر لمبر: 3482057
نړیواله ډله: د پاکستان لاهور سره نږدې په یو کلې کښې پولیسو ۷ کسان د قرآن کریم پاڼو ته اور اچولو تور باندې نیولې دې.
د ایکنا راپور له مخې، د ډیلي ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، دا کسان تورن دي چې د پیر په ورځ یی د دغه کلې په یو هدیره کښې چې د قصور ښار سره په خوا کښې شتون لرې یو شمېر زیاتې د قرآن کریم پاڼو ته اور لګولې وو.
پولیس د دغه کسانو نیولو لپاره چمتو شو چې محلي خلکو د خبرېدو نه ورستو دغه کسانو وهلې ټکولي وو.
محلي چارواکو خلک غصه آرام کولو سره د دغه کسان په اړه څېړنه کولو او عدالت ته سپارلو ژمنه ورکړه او د پولیسو په مرکز کښې د هغې خلاف د مذهبي سپکاوې سره مقابلې قانون پر اساس پرچه کټ کړه.
د پاکستان په قانون کښې، د دینی سپېڅلیو سپکاوې سره د مذهبی القابو نه ناوړه استفاده، د قرآن کریم ارادې سره سپکاوې، مذهبي احساساتو سپکاوې او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله لپاره د سپکاوې الفاظ او یا اشاره سخت سزا لرې.
http://iqna.ir/fa/news/3800089/
captcha