د ایکنا راپور له مخې، تلوسه خبرونه نه په نقل، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ مبارز خان عبدالغفار خان مزار به د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې ورغول شي چې پر اصلي ودانۍ سربېره به څلور ګنبدې، ۴۱ متره منار، پارکېنګ او نور ملحقات ولري.د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د رغونې د چارو د پرانېستو په مراسمو کې د وینا پر مهال د باچاخان د مزار رغونه د لرو، برو پښتنو د یووالي او د سولې او پخلاینې لپاره مهم زیری وباله.
سرچینه زیاته وي د بنايي ساختماني شرکت د مشر له قوله ویل شوي چې د باچاخان د مزار رغونه به په ټاکلي وخت بشپړه شي.
http://talwasa.af/2019/04/05