د ایکنا راپور له مخې، تلوسه خبرونه نه په نقل، د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار د ۴مې ناحیې په مربوطاتو دوه پرله پسې چاودنې شوي دي.د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې په دواړو چاودنو کې درې تنه وژل شوي چې دوه مېرمنې او یو نارینه دي او لس تنه نور ټپيان شوي چې د درملنې لپاره يې روغتون ته انتقال کړي دي.
د دې چاودنو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.
http://talwasa.af/2019/04/06