د ایکنا راپور له مخې، د اماراتو رسمي خبرونو وام نه په نقل، د امارات اسلامی چارو او اوقاف لوي ادارې د رمضان میاشتې د استقبال په چوکاټ او د دینی پوهنې هدف او د قرآن کریم په حفظ کښې آسانۍ لپاره د ټولنې بېلابېلو ډلو مشرانو، کارکوونکو، محصلانو او معلول کسانو او خاص اړتیاوې لرونکې کسانو لپاره په خپل اطلاع رسوونکې بنسټ کښې د قرآن کریم له لري نه ښودو ایپلیکیشن پيل کړې دې.
محمد مطر کعبي، د اماراتو اسلامی چارو او اوقاف لوي اداري مشر، په دغه اړه وویل: دا ایپلیکیشن د قرآن کریم مجازي ښودو فرصت تاسې ته در کوي او د قرآن کریم ښودو خدمات په مشخص شوې وخت کښې د اونۍ په ټولو ورځو بې له جمعه د ورځې کښې وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه: غوښتونکې خپل نوم لیکنې سره په دغه اپلیکیشن کښې اړتیا لرونکې برخې ډکولو سره کولې شې د کارپوهانو روزونکو نه د تلاوت، تجوید او د قرآن کریم حفظ کولو خدمات تر لاسته کړې.
محمد مطر کعبي څرګنده کړه: هغه درسونه چې په دغه اپلیکیشن کښې وړاندې کېږي د ښودنې معیار سره سم دی او لومړۍ مرحله یی په امارات کښې مېشته کسانو لپاره ده.
http://iqna.ir/fa/news/3801714