IQNA

د فلسطین نوی کابینې سوګند پورته کړ

22:32 - April 14, 2019
د خبر لمبر: 3482095
نړیواله ډله: د پیړۍ معامله دامریکا د حکومت لخوا نوی پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو دله مینځه وړلو کوشش کوي .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پشتو راډیو ویبپاڼې نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی دمحمد اشتیه(Mohammed Ishtayeh) په مشرۍ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو نوی کابینې پرون د محمود عباس په شتون سره لوړه وکړه .
د محمد اشتیه په کابینې کښې شپاړس(۱۶) وزیران دی او پینځو(۵) پخوانیو وزیرانو هماغه راز خپلې څوکې ساتلی دی .
د فلسطین حماس غورځنګ بیګا د حماس او دنورو ډلو له ګډون پرته دنوی  کابینې په جوړولو کښې د فتح غورځنګ اقدام انحصار غوښتنه او دپیړۍ د معاملې په نوم دامریکا د پلان داجرا په لړ کښې وباله .
حماس غورځنګ ټینګار وکړ د کابینې په جوړولو کښې دفتح غورځنګ اقدام د انحصار غوښتنې او دفلسطینې ډلو ترمینځ د اختلاف دسیاست دوام دی .
د پیړۍ معامله دامریکا د حکومت لخوا نوی پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو دله مینځه وړلو کوشش کوی .
ویل کیږی دغه پلان د سعودی عربستان په شمول دځینوعربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی دی .
 http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i81504
captcha