هغه وویل که چیرې ضروری وی د سریلانکا حکومت به په ترهګرو بم چاودنو کښې د لاس لرونکو ټروریسټانو د معلومولو او دهغوې د ختمولو لپاره له پاکستان څخه دمرستې غوښتنه وکړی .
د سریلانکا لومړی وزیر رانیل ویکرم سینګ وویل دغه هیواد په پلازمینې کولمبو کښې په ترهګرو بریدونو کښې دخارجی هیوادونو دلاس د لرلو په هکله پلټنه کوی .
هغه وویل تراوسه داسې هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی چې کوم معلوم هیواد په بم چاودنو کښې د لاس لرونکو ترهګرو ملاتړ کړی وی .
په سریلانکا کښې د داعش وهابی صهیونیسټ تکفیری ترهګرې ډلې لخوا له اتو(۸) بم چاودنو وروسته چې ۲۵۰کسان پکښې وژل شوی په دغه هیواد کښې د مسلمانانو پرضد احساسات زیات شوی دی .