IQNA

سریلانکا له پاکستان څخه مرسته غوښتلی شی

21:35 - April 26, 2019
د خبر لمبر: 3482119
نړیواله ډله: زمونږ خبریال وایی د سریلانکا لومړی وزیر رانیل ویکرم سینګ(Ranil Wickremesinghe) له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه وویل پاکستان په تیر وخت کښې دترهګرۍ پرضد د کولمبو ترهګرۍ پرضد د مبارزې بشپړه ملاتړ کړی دی .

هغه وویل که چیرې ضروری وی د  سریلانکا حکومت به په ترهګرو بم چاودنو کښې د لاس لرونکو ټروریسټانو  د معلومولو او دهغوې د ختمولو  لپاره له  پاکستان څخه  دمرستې غوښتنه وکړی .

د سریلانکا لومړی وزیر رانیل ویکرم سینګ وویل دغه هیواد په پلازمینې کولمبو کښې په ترهګرو بریدونو کښې دخارجی هیوادونو دلاس د لرلو په هکله پلټنه کوی .

هغه وویل تراوسه داسې هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی چې کوم معلوم هیواد په بم چاودنو کښې د لاس لرونکو ترهګرو ملاتړ کړی وی .

په سریلانکا کښې د داعش وهابی صهیونیسټ تکفیری ترهګرې ډلې لخوا له اتو(۸) بم چاودنو وروسته چې ۲۵۰کسان پکښې وژل شوی په دغه هیواد کښې د مسلمانانو پرضد احساسات زیات شوی دی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i81763

captcha