IQNA

11:57 - April 27, 2019
د خبر لمبر: 3482121
نړیواله ډله: د فرانسې جنګی بیړۍ په« راس لانوف» بندر کښې چې دلیبیا دتیلو د میاشتې په نوم سیمې مشهور ده د جنرال خلیفه حفتر تر امر لاندې د ملی پوځ د عسکرو په شتون سره لنګر اچولی دی او هغوې ته دوسلو له رسولووروسته له سیمې تللی ده .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دتیونس دفاع وزیر عبدالکریم الزبیدی هم وویل زمونږ استخباراتی ځواکونو د لیبیا په سرحد کښې په راس جدید لاره کښې د فرانسې دیارلس (۱۳)ښاریز چې ډیپلوماټیک پاسپورټونه ورسره وو نیولی دی .په لیبیا کښې له بیلابیلوترهګرو ډلو سره امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان، متحده عربی امارات او نور عرب او اروپایی هیوادونه مالی ،پوځی او وسله والې مرستې کوی .
دغه راز د لیبیا مفتی الصادق الغربانی په دې خبرې سره چې دځمکې دکرې هیڅ سیمه د سعودی عربستان دال سعود رژیم له فساد څخه خالی نه ده د هیواد په خلکو غږ وکړ په اوسنیو شرایطو کښې دعربستان درژیم د ملاتړ د نه کولو لپاره له یو(۱)ځل زیات حج ته مه ورځی .
هغه وویل زه حاجیانو او عمره کونکو ته وایم هغه کسان چې یوځل حج یا عمرې ته تللی دی نور ښه کار نه دی چې په زرګونو ریاله د سعودی عربستان دواکمنانو جیبونو ته واچوی  ځکه چې ال سعود رژیم په یمن او لیبیا کښې مسلمانان وژنی او دغه کار به په سوډان ،الجزایر او تیونس کښې هم وکړی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i81766
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: