د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو ویبپاڼې نه په نقل، دافغانستان د وخت یوه جهادی مشر او دافغان ولسمشر اشر ف غنی له خوا د مشورتی لوئې جرګې په مشرۍ ټاکل شوی شخصیت عبدالرب رسول سیاف نن د لوئې جرګې دغونډې په پیل کې طالبانو ډلې ته د سولې بلنه ورکړې او وئیلی ئې دی ، سوله د خدای اود هغه د رسول غوښتنه ده او په دې زمینې کې ګام پورته کول عبادت دی .
عبدالرب رسول سیاف پر هغو سیاسی اومذهبی شخصیتونو او او ډلو ټپلو چې دغه غونډه ئې بایکاټ کړې ، هم نیوکې وکړې او زیاته ئې کړې ده د افغانستان ولس سوله غواړی او د ولس د ارادې په وړاندې هیڅوک کوم خنډ نشی جوړولی .
د افغانستان د سولې مشورتی لوئې جرګې مشر زیاته کړې،دملت غیږه د طالبانو لپاره پرانیستې ده ، ځکه ولس له جنګه ستړی شوی دی او غواړی، په دغه هیواد کې سوله او امنیت ټینګ شی .