IQNA

د اسيا د تمدنونو د ډيالوګ د لومړی کنفرانس جوړونه

11:24 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482133
نړیواله ډله: د اسيا د تمدنونو د ډيالوګ د لومړی کنفرانس جوړونه ستر اهميت لري او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د پېژندنې لپاره ګټور دی.
د ایکنا راپور له مخې، د CRI خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسيا د تمدنونو د ډيالوګ لومړی کنفرانس چې عمده موضوع يې د اسيايي تمدنونو ترمنځ د تبادلې،متقابلو زده کړو او د ګډ برخليک ټولنې رامنځته کول دي،د روان کال په مې مياشت کې به په بېجينګ کې تر سره شي. په چين کې د ايران د سيلانۍ د دولتي ادارې لومړي استازي خليفي حسين چې په ياد کنفرانس کې به ګډون وکړي، د اپريل په ۲۹مه نېټه زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د اسيا د تمدنونو د ډيالوګ لومړی کنفرانس ستر اهميت لري او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او پېژندنې د پرمخبيولو لپاره ګټور دی.خليفي حسين له هغو درېيو تنو ايراني استازو څخه يو تن دی چې په بېجينګ کې به په ياد کنفرانس کې ګډون وکړي.هغه وويل چې په دې وروستيو کلونو کې يې د چين او ايران ترمنځ د کلتوري تبادلې د پرمخبيولو لپاره هڅې کړې دي.اوس پر دې ډېر وياړي چې د چين په بلنه به په دې کنفرانس کې برخه واخلي. نوموړي وويل  دا په وروستيو کلونو کې زما تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده چې د رسمي بلنې له مخې به په دې ستر کنفرانس کې ګډون وکړم. زه ډېر خوشحاله يم ، څرنګه چې په دې کنفرانس کې د ګډون له لارې به لازياتو کسانو ته د يوه رښتيني ايران په باب معلومات وړاندې کړم.
نوموړي وويل چې د دغه کنفرانس ژر او پروخت تر سره کېدنه ستراهميت لري او د مختلفو هېوادونو او تمدنونو ترمنځ د نظريو مخامخې تبادلې د پرمخبيولو او د سوتفاهم د لېرې کولو لپاره يو ښه ډګر برابروي.هيله لري چې دغه کنفرانس په برياليتوب سره سر ته ورسيږي. هغه زياته کړه په ګرده نړۍ کې بېلا بېل کلتوري توپيرونه شته دي نو اختلافونه هم ډېر دي،خو د نظريو د تبادلې له لارې دغه اختلافونه لېرې کېدای شي. نو د دغه کنفرانس روحيه دا ده چې بېلا بېل هېوادونه به د خپلو کلتورونو او تمدنونو په باب د معلوماتو په وړاندې کولو سره اختلافونه له پامه وغورځوي او د سولې او متقابلو ګټو د تر لاسه کولو په لور به روان شي.نو په دې وجه زما په اند ډېر هېوادونه به د دې کنفرانس د تر سره کېدو هر کلی وکړي او هيله لرم چې دغه کنفرانس بريالی شي.
د ده د معلوماتو له مخې ايراني پلاوي د دې کنفرانس لپاره د څلورو برخو په اړه کارونه ترتيب کړي دي چې له مخې به يې ګډون والو ته د ايران د نامادي کلتور او د دې هېواد د عنعنوي لاسي هنري شيانو د جوړولو په باب معلومات وړاندې کړي او دغه کنفرانس ته به په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره د ايران تر ټولو مشهور هنري پلاوي وليږي او ښاغلي خليفي حسين به د سيلانۍ او کلتور په هکله يوه وينا وکړي. نوموړي وويل چې ځيني لويديځ هېوادونه نه غواړي چې بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د کلتور په برخه کې د نظريو په باب سالمې تبادلې وشي چې دا ناسمه ده. هغه هيله لري چې د خپلو هڅو او کوښښونو له لارې د ايران او چين ترمنځ کلتوري تبادلې او هوکړې زياتې شي. هغه وويل ،هميشه مې په چين يا ايران کې د ويناوو په ترڅ کې لومړی داسې ويلي دي چې ځيني لويديځ هېوادونه نه غواړي چې بېلا بېل هېوادونه په ډېرو برخو کې د نظريو سالمې تبادلې وکړي .زما په اند دا ناسمه ده. ځکه چې ځيني خبري رسنۍ د ځينو هېوادونو د حکومتونو تر کنترول لاندې دي. نو يوه لاره مې غوره کړې او هيله لرم چې په ايران کې خلکو ته د چين د ستر کلتور په باب معلومات وړاندې کړم او په چين کې چينايانو ته د خپل هېواد کلتور معرفی کړم.دغه کار زما،د خبري رسنيو او نورو اړوندو کسانو کار دی . هيله لرم چې ژر هغه موخه تر سره کړو چې چينايان په رښتينې توګه ايران وپېژني او ايرانيان هم د چين په باب واقعي معلومات تر لاسه کړي.
http://pushtu.cri.cn/321/2019/05/01/1s169957.htm


captcha