IQNA

لویدیځ دافغانستان دکلتور په بدلولو پسې دی

11:48 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482137
نړیواله ډله: د اهل تشیّع دغه ستر دینی مرجع دایران او افغانستان دښمنان ګډ دښمنان وبلل او وې وئیل ، په سورئې ا و عراق کې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو له ماتې وروسته امریکایان په افغانستان کې له ترهه ګرو سره په مرستو پسې دی او افغان چارواکی او ولس دې په دې اړه هوښیار اوځیر ووسی .
د ایکنا راپور له مخې، تهران پښتو راډیو څانګې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایرنا خبر ی آژانس راپورو رکړ ستر دینی مرجع آیت ا..   ناصرمکارم شیرازی  پرون  په ایران کې د افغانستان له سفیر  نصیر احمد نور سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکایان  او لویدیځوال  د رسندویو ،تبلیغاتی  چینلونو او مجازی فضا یا انټرنیټ څخه په  مرستو سره  غواړی ،  دافغانستان ځوانان  له کلتوری پلوه  له  ګډوډیو سره  لاس اوګریوان کړی ،زیاته کړې ؛ لویدیځ وال  په افغانستان کې  د خپلو سپیرو موخو   په اجرا کولو پسې دی .  د اهل تشیّع دغه ستر دینی مرجع  دایران او افغانستان دښمنان ګډ دښمنان وبلل او وې وئیل ،  په سورئې ا و عراق کې  د داعش  او نورو ترهه ګرو ډلو  له ماتې وروسته  امریکایان  په افغانستان کې له ترهه ګرو سره  په مرستو پسې دی  او  افغان چارواکی  او ولس دې په دې اړه هوښیار اوځیر ووسی .
آیت ا.. مکارم شیرازی   له اسلام او ایرانه  ویرول ،ددښمنانو د دسیسو یوه برخه وبلله اووې وئیل ،  په دې لړ کې لویدیځوال  دایران داسلامی جمهوریت  په ضد ډیر عجیبه دروغ مطرح کوی  چې عقل ئې هیڅکله هم نه منی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i81860
captcha