IQNA

پکتیا کې خبریالانو ته زغره وال واسکټونه ورکړل شول

11:51 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482138
نړیواله ډله: د افغان ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټې له لوري، په پکتیا ولایت کې د ځینو رسنیو ولایتي خبریالانو ته د ځان ساتنې لپاره اړین زغره وال واسکټونه ورکړل.
د ایکنا راپور له مخې، د Talwasa خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په پکتیا کې د افغان ژورنالیستانو د خونديتو کمېټې مسوول ساحل منګل وايي، په لومړي سر کې هغو ژورنالیستانو ته یاد واسکټونه ورکړل شو، چې ډېری وخت جنګي سیمو ته ځي .منګل زیاتوي، هڅه کوي، چې پدې ولایت کې د ټولو رسنیو کار کوونکو ته یاد واسکټونه ورکړي، چې په جګړیز حالاتو  او ځينو لېرې پرتو سیمو ته ترې د سفر پرمهال ګټه واخلي .
په دې ولایت کې ژورنالیستان د ورته وسایلو لرل اړین بولي او  غوښتنه کوي، چې د وژرنالیستانو د خوندیتوب ټولنې او کمېټې دي ، پدې برخه کې د دوی ژوند د ساتنې لپاره ورته اړین او ضروري اقدامات ترسره کړي .
احمدالله احمدي، په پکتیا او پکتیکا کې د سلام وطنداره راډيو سمیز خبریال دی، دی زیاتوي، داسې زغره وال واسکټونه له خبریالانو سره مرسته کوي، څو په جګړېز حالت کې یې د ځان ساتنې لپاره وکاروي .
له دې وړاندې هم ددغې کمېټې له لوري، په پکتیا کې خبریالانو ته د ځان ساتنې او امنیتي خونديتوب ځینې وسایل ورکړل شوي وو.
http://talwasa.af
captcha