IQNA

د داعش مشر له پنځو کلونو وروسته ویډیو کې څرګند شو
11:54 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482139
نړیواله ډله: دغه ویډیويي پیغام تېره شپه په «الفرقان» ویبسایت کې خپور شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د موصل په النور جومات کې پخپل وروستي ویډیويي پیغام کې راڅرګند شوی و.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبری آژانس نه په نقل، دغه ویډیويي پیغام تېره شپه په «الفرقان» ویبسایت کې خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د موصل په النور جومات کې پخپل وروستي ویډیويي پیغام کې راڅرګند شوی و.
د اسوشېټېډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د داعش مشر په خپل تازه ویډیويي پیغام کې د خپل ډلې وروستۍ ماتې منلي دي او د سریلانکا د وروستیو چاودونو په اړه هم غږېدلی دی.
د داعش ډلې وسله والو په روان کال کې په عراق او سوریه کې تر خپل کنټروال لاندې ګڼې سیمې له لاسه ورکړي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ممکن په سوریه کې د مسکو په هوايي حملو کې وژل شوی وي، خو امریکا چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویلي یې و چې د هغه د اوسېدو ځای نا معلوم دی.
https://www.avapress.com/ps/news/184240
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: