IQNA

22:05 - May 03, 2019
د خبر لمبر: 3482140
نړیواله ډله: په دې وروستيو کښې امریکایی چارواکو په ظاهر کښې اعلان کړې چې د جمهوری اسلامی ایران سره په اصلي معاملې ترلاسه کولو ته نږدې دې، خو ولی د هغې کارونو په برجام کښې دا خبره څرګنده کړې چې په موجوده شرایطو کښې بهترین حل لار د واشنګټن سیاستونو سره مقابلې لپاره د قوم په ظرفیتونو باندې تکیه ده.

د ایکنا راپور له مخې، د امریکې حکومت اعلان کړې چې له دې کال د ۲ می له ورځې نور هر ډول بښنه د هغه هیوادونو لپاره چې له ایران نه تیل وارد کوې شتون نه لري. همدارنګه امریکایی چارواکو ټینګار کړې چې د هغوي هدف د ایران د تیلو خرڅ تر صفر رسول دې.
هغه څه چې امریکا یی ادعا لرې دا ده چې د هغوی هدف نه دا چې په نظام کښې بدلون بلکې په سیمه کښې د ایران په چلند کښې بدلون او په یو عادي هیواد کښې بدلول دی. د واشنګټن حکومت په ایران باندې زور راوړلو لپاره د هر ممکن لارې نه استفاده کوې.
په ستره توګه په بېلابېلو برخو کښې له بندیزونو، د سپاه پاسداران نوم په نړیواله ترهګرو فهرست کښې اچولو او د ایران د تیلو خرڅ تر صفر رسول هغه اقدامات دی چې امریکا یی ترسره کوې.
مایک پامپئو، د امریکا د بهرنې چارو وزیر، له دغه هیواد پریښودو نه ورستو د ایران اټومي تړون په اړه د هریتیج په پوهنځې کښې په خپلو خبرو کښې دا ادعا کوې چې واشنګټن یوه نوې توافق له تهران سره ترسره کوې، ۱۲ شرطونه مو له مذاکراتو لپاره اعلان کړې، د امریکا د شرطونو سرلیک دې مواردو ته شامل دې: د درنو ابو بټۍ بندول، د ایران نظامي هر اړخیزه ځایونو ته د نړیواله معاینې ادارې لاسرسي اجازت ورکول، د بالستیک توغندو جوړولو او پراختیا بندول، په ایران کښې بندیز د ټولو امریکایانو ازادی، د حزب الله، حماس او اسلامی جهاد له حمایت نه لاس اخیستل، له شام نه د ټولو ایرانی ځواکونو وتل، د عراق د خلکو ځواکونو نه اسلحه اخیستل او هغوی بې وسلې کول چې د کارپوهانو په نظر دغه شرطونه منل د ایران تسلیمېدل دی.
د اخیرنی فشار را وړنه 
د امریکې له اړخه هغه اخیرنی فشار چې د ایران په خلاف یی عملی کړې، څو اصلي موخې لرې چې هغې لور ته قدم اخلې. د جان بولتون(د امریکا ملي امنیت مرستیال) په مقاله کښې، چې په ځنې امریکایی ورځپاڼو کښې چاپ شوې ده، د ایران په خلاف ځنې ډېر خطرناکې ستراتيژي شتون لرې، د ایران نظامي او اېټمي ځایونو باندې بمباري نه تر په ایران کښې ټولنیزه ناکرارو رامنځته کول او د داخلي جنګ په وخت کښې د ایران بېلابېل قومونو ته وسله ورکول.
امریکایی چارواکی له دې نظره چې جنګ ته د انساني او مالي ستر توان په نظر ګورې، د ایران له دننه نه ړنګولو او سقوط سیاست یی خپل کړې، هم له دې کبله همېش په خپلو تقریرونو کښې ادعا کوې چې د ایران په خلکو بندیزونه یی هدف نه دې او هغې د ایران د نظام د چلند بدلون په فکر کښې دې، یعنې د هغې یو اصلي سیاست په ایران باندې بندیزونه هدف، د ایران اقتصاد تر اخیرې حد کمزوری کول د دغه هیواد ارزی سرچینو ته رسېدو نه مخنیوي، د ملي پیسې ارزښت کمول او په اخیره کښې د خلکو خفګان او مظاهرې او بغاوت دی، هغې غواړې چې د ایران په یو بل سوریه کښې بدلون او په دغه خاوره کښې جنګ، تر ډېر حد کمزوري شوې.
د لوی لګښت په پام کې نیولو سره چې هر جنګ یی لرې، احتمال دا دې چې د امریکا، ایران سره جنګ ته ننوتلو غیر ممکن دې، د غرب په اړه هم همېشه دا څرګنده شوې چې له هر هغه څه نه چې زیات او جدی تاوان لرې هغې ترې ډډه کوې، هغې هغه وخت د یو هیواد په خلاف جنګ شورو کوې چې سترو ګټو ته لږ تاوان سره رسیدو باندې ډاډمن وې.
د مذاکراتو پایلې
ستونزه چې دلته شتون لرې دا ده چې هیڅ ضمانت نشته چې امریکایان به په هغه توافق نامه چې لاس لیک یی کړې د هغې ساتنه به وکړې او یا دا چې هغه اجرا کړې. د امریکا له اېټمي توافق نه وتلو، چې له څو کالو مذاکره نه ورستو او یواځې د وخت او پیسې لګښت مو ترلاسه کړې وو، کېدلې شې هم دا نکته وې، که دا وګڼو چې ایران د امریکې ۱۲ غوښتنې ومنې، نو بیا هم څوک دا ډاډ نشې ورکولې چې د ترجام قضیه به بیا نه رامنځته کېږي.
د امریکا له اېټمي موافق نه وتلو د دې معادلو لار په اساسي توګه سره مخامخ کړې ده. واشګټن کولې شې چې له دې نه ورستو چې یو هیواد له وسلې نه پاک کړې، د نوې غوښتنو سره خپل نورې ژمنې په هغې بار کړې.
داسې ښکارې چې د امریکې موجوده حکومت سره مذاکره پایلې نه لرې، ځکه چې د امریکې موجوده چارواکې نه د متقابل احترام ته قایل دې بلکې د زور خبرې کوي او مذاکرې اکثره د غوښتنو قبلولو سره ترسره کېږي چې هغې پرې سترګې پټه وې.
د امریکا د تېلو بندیزو سره نه یواځې ایران خپل هدف ګرځه ولې بلکې د نړۍ ځنې نور هیوادونه لکه ترکی سره هم مخامخ شوې، د ترکی هیواد چې ۵۰٪ د تېلو اړتیاوې د ایران له لارې پوره کوې، او دغه بندیز سره به هغه د تېلو یوې سترې او جدي ستونزې سره مخامخ شی، ځکه چې ترکی له ایران سره په پراخه توګه تجارتی اړیکې لرې، مجبور دی چې دغه اړتیاوې له نورو هیوادونو نه په زیات قیمت سره پوره کړې چې په یقیني توګه اثر به د دغه هیواد په خلکو هم ولرې.
د خوراک او دارو بندیز
امریکایی چارواکې همېشه دا ادعا هم لرې چې دغه بندیز خوراک او دارو ته نه دې شامل خو ولی دا موضوع حقیقت سره سمون نه لرې ځکه چې د بهرنې محصولاتو واردات له مخکې نه هم زیات سخت شوې دې او په عادي او طبیعي توګه نه پيل کېږي.
امریکایی وایئ په خوراک او دارو بندیز نشته، خو ولی له بل اړخه داسې لارو نه استفاده کوې چې د خوراکونو او دارو واردات هم له ایران لپاره ستونزې ولرې یعنې په عمل کښې د دغه شیانو وارداتو مخنیوی کوې.
د اصلي ګټونکې پاڼه
په موجوده حالاتو کښې چې د امریکا اقتصادي فشار ورځ تر ورځه زیاتېږي، د ایرن لپاره تر ټولو ښه لار په خپل توان او په صحیح معنا کښې د قوم ظرفیت او همدارنګه د خرڅ مدیریت، په بازار څارنه په خاصه توګه د اساسي اړتیاوې څیزونو باندې دقیق او منظم څارنه او له ټولو نه مهم د کورونو او موټرو، د دارنګه شیانو واردات چې ورته کورني یی لرې او د دا رنګه واردات چې اساسي اړتیاوې نه لرې او په عمومي توګه د زیات ولس حمایت جلب کول هغه لارې دې چې د اصلي ګټې پاڼې ایران ترلاسه کړې او د امریکا په مقابله کښې ودرېږي او واشنګټن لوي ننګ سره مخامخ کړې.
بي له شکه چې هر هیواد د دښمن په مقابله کښې اصلي قوت او قدرت د خپل ولس په حمایت او ملاتړ سره ترلاسه کوې او د په خپل قوم باندې تکیه د امریکې سره د مقابلې اصلې لار ده.
http://iqna.ir/fa/news/3807332
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: