د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې شاه محمود قريشي دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کښې د صلحې په مخ بيائلو کښې د اسلام اباد مثبت رول دوام لري او وبه لري زياته کړه، پاکستان په افغانستان کښې د ټولوفعالو ډلو په ګډون سره د دغه هېواد د صلحې له بهير څخه د ملاتړ کلکه اراده لري او په دې زمينه کښې به له هيڅ ډول کوشش څخه ډډه ونه کړي.
د پاکستان خارجه وزير همدارنګ دا خبره په ګوته کړه چې په افغانستان کښې د صلحې له خبرو اترو سره مرسته او د چين او ايران په شمول د سيمې له هېوادونو سره د تعلقاتو پراختيا د تحريک انصاف د حکومت په دوران کښې د پاکستان د بهرني سياست د کاميابۍ ښودنه کوي.