IQNA

روژه کې د کابل ښاریان خوراکي توکي نشي اخیستی

0:24 - May 08, 2019
د خبر لمبر: 3482151
نړیواله ډله: د روژې په مبارکه میاشت کې د سبزیجات،غوښو، میوو او نور د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او خلک یی د اخیستلو توان نلري .
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کابل ښار یو سبزي پلورونکی شمس الرحمان وایي چې په روژه کې خلک میوو او نورو سبزیو ته اړتیاوې ډیره لري خو که اخیستی نشي نو وایی قیمتونه یی لوړ شوي دي. د کابل ښار د سبزیو په منډیې کې یو تن سبزي پلورونکی وایي د روژې د پاره د سبزیو میوو نرخونه ندي لوړ شوي د روژې نه مخکې هم همدا نرخونه وو، نوموړي زیاته کړه بعضې سبزیاني لکه پیاز سره بانجان کچالو کدوګان داسې نور د بخوا په شان قیمتونه لري خو لیمو او اکثره میوې چې د هوا یخوالي له امله کم پیدا کیږي نرخ یی لږ څه لوړ شوی .
 بلخوا غوښه اخیستونکي وایي چې مخکې له روژې د غوښې کیلو ۳۵۰ وو اوس ۴۰۰ افغانۍ ده نو موږ هم څه نشو ویلي حکومت هم څه نه وایی.
 نن سبا ورځې شپې یخې دي د تازه میوو سبزیو پیدایښت کم دی د هوا د ګرمیدو سره به د سبزیو او میوو ډیروالی او نرخونو کې به کمښت را شي.
 اقتصادي کار پوه فیصل اړمن وایي افغانستان د خوراکي توکو د ساتنې لپاره یو منظم میکانیزم زیرمې ، سړې خونې او یا مناسب ګدامونه نشته څو زموږ سوداګر د روژې لپاره لکه څرنګه چې ښایي هماغسې چمتوالی ولري.
 او همدا شان د افغانستان د سوداګریو خونو او د کرهڼې وزارت په دې برخه کې هیڅ د پام وړ داسې یو څه ندي را منځ ته کړي چې هیواد کې د خوراکي توکو د ساتنې او یا هم داسې لویې تولیدي فابریکې جوړې شي چې موږ د بهر څخه خوراکي توکي راوارد نکړو.
captcha