IQNA

22:50 - May 10, 2019
د خبر لمبر: 3482158
نړیواله ډله: د کډوالو نړیوال سازمان IOM د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه هېواد ته د نږدې اته زره افغانانو د جبري ستنولو خبر ورکوي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، IOM په خپل اوونیز راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې د شنبې تر ورځې پورې د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې دیارلس زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، خو له دې ډلې ۷۹۹۰ کسان د ایران حکومت افغانستان ته ډیپورت کړي دي.د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیله د شنبې تر ورځې له ایرانه ۷۰۴۷۰ افغانان په خپله خوښه ستانه شوي او ۸۶۷۸۲ نور په زور ایستل شوي دي.
همداراز د روان میلادي کال له پیله له پاکستانه ۸۸۲۰ افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او ۱۸۹۱ نور په جبري ډول ایستل شوي دي.
د IOM د ارقامو له مخې، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه هم د روان میلادي کال له پیله ۶۴۳ افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۰۷ کسان په خپله خوښه او ۳۳۶ نور په جبري ډول استول شوي دي.
http://talwasa.af/2019/05/10
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: