IQNA

د ایټمی موافقې بیا تعریفول اروپایانو ته د ایران پریکنده پیغام

22:54 - May 10, 2019
د خبر لمبر: 3482159
نړیواله ډله: اروپایانو په تیر یوه کال کی په سیاسی دریځونو سره یوازې په خله د ایټمی موافقې ملاتړ کړی خو په عمل کې یې د دې لپاره چی ایران له ایټمی موافقې ګټه پورته کړی ، هیڅ اقدام ندې ترسره کړی
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران خارجه وزیرمحمد جواد ظریف وویل اروپايي اتحادیه دې په ایټمي موافقې باندې له ایرانه په یواړخیزه توګه د پابندۍ غوښتلو پرځاې، په دغې  نړیوالې موافقې کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي .ښاغلی ظریف د زیارت په ورځ په ایټمی موافقې د پایبندۍ لپاره اروپایانو ته د ایران دشپیته  ورځنی فرصت په اړه د اروپایی اتحادیې په بیانیې په غبرګون کی جوته کړه امریکا له تیر یو کال راهیسې په اروپا او نورې نړۍ خپله بدماشي کوي او اروپايي اتحادیه یوازې دخواشینۍڅرګندونه کولی شي.
اروپایی اتحادیې د ایران د نوی فرصت په غبرګون کی په یوه بیانیه کی د ایټمی موافقې په اړه هر ډول الټی میټم  رد کړی دی . دغې بیانیې یو ځل بیا وښودله چی اروپایان هماغه راز د امریکا په وړاندی بې وسه دی او چمتو ندی چی ایټمی موافقې د ژوندی ساتلو لپاره بیه ورکړی .
اروپایانو په تیر یوه کال کی په سیاسی دریځونو سره یوازې په خله د ایټمی موافقې ملاتړ کړی خو په عمل کې یې د دې لپاره چی ایران له ایټمی موافقې ګټه پورته کړی ، هیڅ اقدام ندې ترسره کړی . د ۲۰۱۸ میلادی کال د می په اتمه  له ایټمی موافقې د امریکا په وتلو سره  ایران د اروپایانو په غوښتنه  له ایټمی موافقې خارج نشو او هغو ته یې فرصت ورکړ چی له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو لګښتونه جبران کړی .
له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو د یوه کال په تیریدا سره  اروپایانو عملا دایران له صبر ناوړه استفاده کړی ده  او یوازې د امریکا د برجام ضد اقداماتو او بایکاټونود دوام  په وړاندی یې  خواشینۍ څرګنده  کړی ده . په داسې شرایطو کی ایران د ۲۰۱۹ کال د می په اتمه خپله د صبر سټراټیجۍ ختمه کړه  او د برجام نوی اجرا یې په خپله ایجنډا کی راوستلی ده . د ایران د ایټمی موافقې د ژمنو له کمولو سره په یو وخت د اروپایانو لپاره نوی فرصت وټاکل شو چی خپلې ژمنې عملی کړی .
دغه نوې فرصت اروپایانو ته په پریکنده پیغام سره ورکړل شوی دی او د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی  د پینځو اروپایی هیوادونو او چین او روسیې مشرانو ته  په یوه لیک کی  هغو د ایران د برجام د نویو اقداماتو په وړاندی  د اروپایانو هرډول کړچار ته د ایران له پریکنده غبرګون خبر کړی دی .
د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی د شورو په ورځ ټینګار وکړ دبرجام غړو هیوادونو ته پته ده چی د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د ایران د دوسیې وړل د اسلامی ایران سره کرښه ده او که دا سره کرښه رعایت نشی ، نو ایټمی موافقه به په بشپړه توګه له مینځه لاړه شی .
د ایران د ایټمی موافقې د ژمنو کمول د امریکا د برجام ضد کړنو او د اروپایانو ځنډ ته ځواب دی . د ایران په نوی اقدام کی مهم ټکی دا دې چی تهران د برجام په چوکاټ کی نوې سیاست غوره کړی دی  تر څو په ایټمی موافقه کی ګډوډ شوې انډول  جبران شی .
د ایران د ولسمشر په وینا ژمنه د ژمنې په وړاندی او خلاف ورزۍ په وړاندی ، خلاف ورزی د ایټمی موافقې په وړاندی د ایران نوې سیاست دی ایران به له ۶۰ ورځنی فرصت وروسته او دا چی که اروپایانو په خپلو ژمنو عمل ونکړ ، دوه نوی ګامونه به پورته کړی او پړاو په پړاو به په هغه لور ولاړ شی چی پایلې به یې پخپله اروپایانو ته متوجه وی .
د یورنیمو او درندو اوبو د خرڅولو په بندولو کی د ایران اقدام د ایران په برجامی سیاست کی د بیاتعریف ښودنه کوی  او اروپایانو لپاره یې  دا پیغام ولیږه چی  اسلامی ایران نوره نرمی نه کوی او ایټمی موافقې په وړاندی به د هر ډول نوی وضعیت مسولیت په اروپایانو پورې ارتباط ولری.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82060
captcha