IQNA

د ولسي جرګې ریاست پر سر د جنجال د هوارۍ پلاوی خپله پرېکړه سبا اعلانوي

23:55 - May 19, 2019
د خبر لمبر: 3482185
نړیواله ډله: د ولسي جرګې ریاست پر سر د جنجال د هوارۍ لپاره ټاکل شوي پلاوي وویل چې دوی به د دواړو کاندیدانو ترمینځ د ستونزې د هوارۍ لپاره خپله پرېکړه سبا ته د جرګې عمومي ناستې په موجودیت کې اعلانوي.

د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ولسي جرګې د ریاست پر سر د شخړې د حل په موخه یو لس کسیز پلاوی جوړ شوی ؤ څو د ولسي جرګې د ریاست لپاره د دوو کاندیدانو میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمینځ راولاړه شوې شخړه هواره کړي.پدې پلاوي کې درې کسان د رحماني ،درې کسان د اصولي او څلور بې طرفه کسان ګډون لري. دواړو لورو یادې کمېټې ته واک ورکړی ،چې هره پرېکړه وکړي، دوی ته به د منلو وړ وي.
http://talwasa.af/2019/05/19
captcha