IQNA

14:35 - June 19, 2019
د خبر لمبر: 3482251
نړیواله ډله: د کندهار د میوند ولسوالۍ له ۱۲۰ غریبو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وسول.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبر آژانس نه په نقل، د مرستی د ویش پر مهال دینی عالمانو له خلګو وغوښتل،چی حکومت او وسله وال طالبان وهڅوی،چی د بین لافغانی خبرو د لاری په هیواد کی روانی ناخوالی پای ته ورسوی.
دا په کندهار کی د مرستو هغه لړۍ ده،چی(( د سولی ږغ))   د رسولو په موخه په بیلابیلو ولسوالیو کی پر خلګو ویشل کیږی.
په مرسته سوو،توکو کی،چی وریجی،غوړی،بوره،چای او پلمېټ شامل وه د لوی کندهار د اسحاقزو شورا د مشر حاجی جمع ګل اسحاقزی لخوا برابره سوې او پر خلګو وویشل سول.
نوموړی وایی د دې لاری غواړی،چی د غریبو خلګو سره مرستی وکړی او ترڅنګ یې خلګ د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سولی کولو ته راوبولی.
 https://www.avapress.com/ps/news/186952
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: