IQNA

ناپېژندل شويو وسله والو په جلال اباد کښې يو دينی عالم وواژۀ

15:57 - June 23, 2019
د خبر لمبر: 3482262
د افغانستان د ننګرهار چاراکو په جلال آباد کښې د ناپېژندل شويو وسله والو کسانوپه ډزوسره د يو ديني عالم د وژل کېدو خبر ورکړ.
تيرماښام خواوشا اوه نیمې بجې ناپېژندل شويو وسله والو دجلال اباد څلورمه ناحیه دبیز اکمالاتې په سیمه کښې د مولوې عزت الله عزتمند په نوم یو دینی عالم په ‌‌‌‌‌‌ډزو وواژۀ برید کوونکي له سیمې په تیښته بریالې شول .
دننګرهاز د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي وويل، دپيښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په وینا یې چې دپولیسو پلټنې پيل شوي دې مولوې عزت الله د  ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ اوسیدونکی او حکومت پلوه دینی عالم ؤ نوموړي په ځينو سیمه ییزه رسینیو کښې دینی خپرونې هم چلولې  تیره اونۍ د ننګرهار د ښيوې په ولسوالې کښې د قلعټک د سیمې د جامع جومات امام مولوې صفې الله حنفې هم ناپېژندل شويو وسله والو په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلې ؤ.
captcha