IQNA

0:05 - July 09, 2019
د خبر لمبر: 3482287
نړیواله ډله: د حج تمتع په معنوی سفر کې سږکال د ایران کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایرانیو حاجیانو لومړڼۍ شل کسیزه ډله  نن  د تهران له امام خمینی هوائی ډګره  دعربستان مدینې منورې ته وخوځیدله .دایرانیو حاجیانو ددغې لومړنۍ ډلې بدرګه  د ا یرانیو حاجیانو سرپرست او د حج اوزیارتونو په چارو کې د ولی فقیه استازی حجةالاسلام  سید عبدالفتاح  نواب او د  ایران د حج او زیارتونو د ادارې مشر علی رضا رشیدیان وکړه.
    حجةالاسلام نواب په دغو دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې   حاجیان  د  حج په مناسکو  اوشپو ورځو کې  دمستکبرانو د دسیسو  شنډونکی  او  دملت  سفیران دی ،ووئیل،که  نن سبا ایران په نړۍ کې  د وئیلو لپاره څه لری ، نو  دمونږ د ولس  د اقتدار او ولس  په وسیله دی  چې تر دې دمه  په یوزړتوب  او یو موټیتوب سره ئې د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړی دی .
 دحج تمتع په معنوی سفر کې سږکال   دایران  کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان  د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i83266
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: