د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرېش د امنيت شورا ته په يو رپوټ کښې وليکل: سرائيلو فوځيانو په احتجاجونو، نښتو او د تعقيب او نيونې په عملياتو کښې دوه زره اوه سوه ماشومان ژوبل کړي دي.
د ملګرو ملتو مشر له صهيونېسټ رژيم څخه وغوښتل چې زر تر زره دې له زور څخه د بې اندازې استفادې د بندولو لپاره مخه نيونکي او حفاظت اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په 2018 کال کښې صهيونېسټو غاصبو ځواکونو شپږ پنځوس فلسطيني ماشومان شهيدان کړل چې له ۲۰۱۴ کال راهسې تر ټولو زيات شمېر ګڼل کيږي.
د فلسطين د روغتيا د وزارت د اعلان له مخې د 2018 کال د مارچ له دېرشمې او له نيواکي فلسطين سره د غزې د تړانګې په ختيځو پولو کښې د ستنېدو د حق د لاريون د شروع کېدو له وخت نه درې سوه پينځه فلسطينيان شهيدان شوي ۱۷۳۳۵ نور هم زخمي شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i83690