IQNA

په یمن کښې د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د جنایتکاره سیاست دوام

23:49 - July 30, 2019
د خبر لمبر: 3482324
نړیواله ډله: متحده عربي امارات په داسې حال کښې بیلتون غواړي هدفونه تعقیبوي چې څه موده مخکې یې وویل له یمن څخه خپل پوځیان وباسي .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په داسې حال کښې چې متحده عربی امارات هماغه راز دیمن د ویشلو کار تعقیبوی سعودی عربستان هم د ملګی وګړو پرضد جنایتونو ته دوام ورکوی . د یمن پرضد جنګ کښې د متحده عربی اماراتو یو(۱) ترټولو مهم هدف ددغه هیواد د ویشلو د موضوع تعقیبول دی .
متحده عربی امارات هڅه کوی  له نولس سوه نویمی(۱۹۹۰) میلادی لسیزې څخه د مخکې وخت په شان یمن په دوو (۲)شمالی او جنوبی برخو وویشی .
متحده عربی اماراتو دغه هدف ته درسیدا لپاره د ۲۰۱۷ میلادی کال په می میاشت  کښې دجنوب انتقالی شورا جوړه کړه او دعدن پخوانی والی عیدروس الزبیدی چې د منصور هادی لخوا له کاره لیری کړی شوی وو ددغه شورا د مشر په توګه انتخاب کړی وو .
په حقیقت کښې متحده عربی امارات په دې سربیره چې په عدن کښې یې یوشمیر کارونه وکړل په مهمو او فیصله کونکو څوکیو یې خپل وفادار او ځان ته نږدې کسان ګمارلی دی .
د ابوظهبۍ د  ولیعهد دپخوانی سلاکار عبدالخالق عبدالله څرګندونې ددې ښودنه کوی چې متحده عربی امارات د یمن د ویشلو په فکر کښې دی .
هغه په تیرې دوشنبې ورځ په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې وویل له نن څخه به وروسته  واحد او یو هیړ یمن وجود ونلری .
دیمن حکومتی چارواکو او شخصیتونو دغو څرګندونو ته غبرګون وښود .
د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریانی د ابوظهبۍ د ولیعهد د پخوانی سلاکار څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دیمن وحدت یو(۱) سیاسی بحث نه دی .
 هغه وویل دغه موضوع دیمن دخلکو نا بدلیدونکی اصل او د حیثیت سرچینه ده .
د یمن حقوقی وکیل محمد المسوری هم دغو څرګندونو ته په غبرګون کښې ولیکل دغه وینا ددې ښودنه کوی چې په عربی ائتلاف کښې د تاسو دګډون هدف څه وو ، تاسو د روا والی داحیا لپاره نه وائ راغلی بلکې دیمن د ویشلو لپاره راغلی وئ .
دیمن په جنوب کښې د بیلتون غواړو هدفونو د تعقیبولو لپاره د متحده عربی اماراتو له هڅې سره په یووخت سعودی عربستان هم د ملکی خلکو د وژلو او دژوبلولو او په هستوګنه سیمو د بمباریو په چوکاټ کښې د یمن پرضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .
په همدې لړ کښې د سعودی عربستان توپونو په تیرې دوشنبې ورځ د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په «قطابر» ولسوالۍ کښې په یوه (۱)بازار برید وکړ چې له کبله یې کابو دیارلس (۱۳)کسان مړه او د یولسو (۱۱)ماشومانو په شمول په لسګون کسان ژوبل شول .
سعودی عربستان په هستوګنه سیمو او بازارونو د بمباریو په دوام سره هڅه کوی د یمن د پوځ او د انصار الله پرضد په هدف وړ سیمو کښې عمومی افکار منظم کړی .
سعودی عربستان چې په یمن کښې له متحده عربی اماراتو سره ښکار اختلاف  او د ګټو تضاد لری هڅه کوی په دغو بمباریو سره وښیی چې حتی دمتحده عربی اماراتو له ګډون پرته هم دیمن په جنګ کښې له ماتی سره نه دی مخامخ شوی .
متحده عربی امارات په داسې حال کښې بیلتون غواړی هدفونه تعقیبوی چې څه موده مخکې یې وویل له یمن څخه خپل پوځیان وباسی .
داسې ښکاری چې متحده عربی اماراتو دیمن د ویشلو لپاره ددغه هیواد(یمن) په کورنیو ګوډاګیانو ځانګړی حساب خلاص کړی دی او له یمن څخه د عسکرو ایستل به د ابوظهبۍ په دغه هدف هیڅ اغیز ونلری .
له بلې خوا سعودی عربستان په داسې حال کښې د یمن  په بیلابیلو سیمو بمباریو ته دوام ورکوی چې په وروستیو کښې د سعودی ائتلاف ناکامیو او بیا بیا ماتیو ته په پام سره ددغه جنګ ختمولو او دیمن له جبۍ څخه د وتلو لپاره یې چمتووالی اعلان کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i83733

captcha