IQNA

13:18 - August 16, 2019
د خبر لمبر: 3482353
نړیواله ډله: صدر ابراهیم؛ د طالبانو دفاع وزیر، د قاطع ملاتړ ځواکونو هوایی برید کې، د کندهار ولایت خاکریز او شاولیکوټ ولسوالیو ترمنځ دشت بوم په سیمه کې ووژل شو.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د آوا په ګزارش د آریانا نیوز څخه په نقل سره، د طالبانو دفاع وزیر هغه وخت د قاطع ملاتړ ځواکونو هوایی برید لاندی قرار ونیول چی د بایفور ډوله موټر په واسطه پاکستان هیواد ته روان وو.
په دی بریدونو کې ۱۰ تنه هغه کسان هم ووژل شو.
صدر ابراهیم، د هلمند ولایت ساروان ولسوالی اصلی اوسیدونکې وو چی طالبانو حکومت په وخت کې ددی ډلې نظامی کمیسیون رئیس په حیث کار کاوه.
خو، قاری یوسف احمدری، د طالبانو یو تن ویاند دا موضوع ردوی او وایی چی ددی ډلې نظامی کمیسیون رئیس ژوندی دی.
ددا په داسی حال کې دی چی په تازګی سره د امریکا او طالبانو نمایندګانو ترمنځ سولې خبری اتری اتم دور پای ته رسیدلی، دواړه لوری سولې خبرو اترو دا دور راتلونکې باندی راضی په نظر رسیږی او وایی چی امریکا او طالبان د سولې یو نهایی تړون ته نږدی شوی دی.
https://www.avapress.com/ps/news/190038

بچوې: pashto news
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: