په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت ، دجرمنی ، د ترکیې او د ایټالیا سفارتونو ، دایران او دپاکستان دبهرنیو چارو وزارتونو ، د بخښنې نړیوالې موسسې او په کابل کښې د اروپایی اتحادیې استازندویه دفتر پرون په یوشمیر بیانیو کښې د کابل د واده په دستورو کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .
دایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزرات د افغانستان له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د داډول جنایتونو عاملان دانسانیت د افغانستان د امنیت د سولې او د ثبات دښمانان وبلل .
په کابل کښې دترکیې سفارت هم د کابل چاودنه څاروی ډوله ، غمیزناکه او د بشردوستانه قوانینو خلاف ورزۍ وبلله .
اروپایی اتحادیې هم وویل د کابل دبم چاودنې عاملان دبشریت دښمانان دی .
د بخښنې نړیوالې موسسې هم د کابل چاودنه بوږنونکی جنایت وباله او ټینګار یې وکړ دغه برید دجنګی قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او دانسان په ژوند بې رحمۍ نندرې ته وړاندې کوی .