IQNA

دپاکستان لومړی وزیر د کشمیر له خلکو د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه

14:49 - September 01, 2019
د خبر لمبر: 3482380
نړیواله ډله: چی نړۍ باید له هغه څه چی په کشمیر کی کیږی ، خبره شی وویل د هند حکومت د کشمیر د نفوسی جوړښت په بدلولو پسې دې .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له نړیوالو ادارو او هیوادونو غوښتل چی د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مظلومو خلکو ملاتړ وکړی .

عمران خان د امریکا په هادسون کې د شمالی امریکا اسلامی ټولنې ته د ویډیویی کانفرنس له لارې په وینا کی دې ته په اشارې سره چی نړۍ باید له هغه څه چی په کشمیر کی کیږی ، خبره شی وویل د هند حکومت د کشمیر د نفوسی جوړښت په بدلولو پسې دې .

 له بلي خوا د پاکستان حکومت دکشمير مسله په نړیواله سطح د نورو پورته کولو لپاره انټرنشنل ډپلوميټک کانفرنس راغښتو فيصله کړيده  په کانفرنس کښې به پاکستان کښې موجود سفارتکاران او برطانوي  او اروپایی  پارلیمان استازی  راغوَښتلی شي،

 د کانفرنس انعقاد اهتمام به وزارت قانون کوي،

د کانفرنس انعقاد به د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ اجلاس نه وړاندي کيږي او د کانفرنس اختتامي سيشن ته به صدر مملکت يا وزير اعظم عمران خان خطاب کوي

http://parstoday.com

captcha