IQNA

د بنګلادېش له اړخه د مرسته کوونکې دوه سازمانو د روهینګیا کډوالو کیمپونو ته ننوتلو باندې بندیز

15:45 - September 06, 2019
د خبر لمبر: 3482386
نړیواله ډله: د کاکس ښار په بازار کښې د روهینګیا مسلمانانو کډوالو کمپونو ته د دوه مرستې رسوونکې سازمان غړو په ننوتلو بنګلادېش د بندیز اعلان وکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د عرب نیوز نه په نقل، دا اقدام په دې بهانه ترسره شو چې دا دواړه سازمانونه کډوال وهڅوي چې میانمار ته بېرته تللو نه لاس واخلې.
په کاکس بازار کښې یو چارواکې کمال حسین وویل: د بنګلادېش حکومت دې دواړو سازمانونو ته خبرداري ورکړ.
د څارونکو له نظر داسې ښکارې چې بنګلادېش نور دغه هیواد ته د میانمار د پوځ ځپلې د روهینګیا دلته را تللو د دوه کالو نه ورستو نور صبر تر پایی و رسیدو.
د میانمار او د بنګلادېش د دغه کډوالو بېرته لېږلو لپاره اخیرې هڅه دوه اونۍ وړاندې تر سره شوې وو خو ولی دغه هڅه تراوسه له ماتې سره مخامخ ده.
د روهینګیا کډوال مسلمانان میانمار ته د بېرته تللو نه مخکښې د میانمار د ښاریز تابعیت غوښتنه لرې او همدارنګه وایئ چې د هغې میانمار ته د بېرته تللو په اړه هغوي د امنیت هیڅ تضمین نه لري.
دې ته پام سره چې له دې نه مخکې ۱۳۰ مرستې سازمانونو د بنګلادېش په کاکس بازار کښې د کډوالو په کمپونو کښې فعالیت لرلو. تقریباْ ۷۴۰ زره روهینګیا کډوال اوس هم په دغه کمپونو کښې مېشته دې.
 http://iqna.ir/fa/news/3840302/
captcha