IQNA

د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د حسیني تاسوعا عزادارۍ وشوې

15:48 - September 11, 2019
د خبر لمبر: 3482390
نړیواله ډله: حسیني ماتمیانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د شهیدانو د سردار او د حضرت عباس علمدار علیهم السلام لپاره عزاداري وکړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د کراچۍ، لاهور، اسلام آباد، کویټې، پيښور او پاړه چنار په شان د پاکستان په ډیرو سترو او وړو ښارونو کښې د شیعه او سني په شمول ډیرو مسلمانانو د امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو په یاد کښې جلوسونه ویستل او سینه زني یې وکړه.

په پاکستان کښې غیرمسلمانانو هم د عزادارۍ د دستو او جلوسونو په لاره کښې د یخو اوبو او شربتونو د سبیلونو په لګولو او خیراتي خوراکونو په ورکولو سره په حسیني عزا کښې ګډون وکړ.

د پاکستان مختلفو خبري چینلونو د عزادارۍ مراسمو ته په کوریج ورکولو سره د شهیدانو د سالار په غم او عزادارۍ کښې د خلکو شتون له حده وتلی وباله.

په پاکستان کښې د محرم الحرام د میاشتې په پیلیدو سره سختې امنیتي تابیاوې غوره کړی شوې دي.

په پاکستان کښې د حسیني تاسوعا او عاشورا په ورځو رسمي رخصتي ده او ټول خلک ځانونه د رسول الله مبارک د لمسي په غم کښې شریک ګڼي.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د حسیني تاسوعا عزادارۍ وشوې

http://parstoday.com

captcha