IQNA

د انتخاباتو دامنیت لپاره له پاکستان څخه دمرستی غوښتی

0:24 - September 22, 2019
د خبر لمبر: 3482407
نړیواله ډله: اشرف غني له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرسته وکړي
د ایکنا راپور له مخې، د آریانانیوز ویبپاڼې نه په نقل، ارګ په یو بیان کې ویلي، چې پرون ماښام د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې پروسې او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه خبرې کړې دي
د ارګ په بیان کې راغلي، چې ښاغلي غني د پاکستان له صدراعظم څخه غوښتي چې د افغانستان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره هڅې او همکاري وکړي
ښاغلي غني زیاته کړې ده، چې پاکستان په تیرو پارلماني انتخاباتو کې هم له افغانستان سره همکاري کړې وه
ارګ ویلي، چې ښاغلي خان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې هیواد به یې په ټول ظرفیت او امکاناتو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅې وکړي
د پاکستان صدراعظم همدا شان په کابل او پروان ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د تلې/میزان په شپږمه کېږي، چې د جمهور رئیس غني په ګډون اولس تنه ورته کاندید دي
د سولې خبرو د بیرته پيلولو هڅې
د افغانستان او پاکستان مشرانو دغه راز د افغان سولې پروسې پر سر هم خبرې کړې دي. د ارګ په بیان کې د دغو خبرو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي
خو د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره ورځ وویل، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بیا پیلیدو لپاره به هڅې وکړي
عمران خان دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ د تورخم په دروازې کې هغې غونډې ته کړي، چې د دغې دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو لپاره جوړه شوې وه
هغه وویل: “تاسو ته ډاډ درکوم چې په پوره قوت سره به دغو خبرو اترو بیا پیلولو او په دغه لړ کې پرمختګ لپاره کار وکړو. ددغو خبرو دریدل ډير خواشینوونکی خبر و. مونږ ډیره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د سولې خبرې اترې بیا له سره پیل شي
د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اترې چې له تیرو ۹ میاشتو راهیسې پیل شوې وې، د هغه امریکایي سرتیري وژل کیدو وروسته په ټپه ودریدلې چې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.
https://ariananews.co
بچوې: عمران خان
captcha