د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه ویبپاڼې نه په نقل، هغوې دا خبرې و اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې د خبریالانو د ستونزو د څیړلو په غونډه کې وکړې او په خبره یې ورځ تر بلې خبریالان په هرات کې د تازه محدودیتونه سره مخ کیږی.هرات چې پکښې د شپیتو په شاخوا کې ځایې رسنۍ د نړیوالو او ملي رسنیو ترڅنګ فعالیت کوي خبریالان يې و اطلاعاتو ته د سم لاسرسې څخه شکایت کوي.
د رسنیو د څیړنو او مطالعې کمیسون مسولین استازي اوزرا وایې: دوی د دې غونډې څخه موخه دا وه چې د دولتي ادارو مسولینو په شتون کې د خبریالانو ستونزې مطرح او ورته د حل لاره پیدا کړي خو په خبره یې د دولتي ادارو ډيری شمېر مسولینو په دې غونډه کې هم ګډون ونه کړ.
د بلی خوا د هرات ولایت د والی ویاند وایې ټولو ادارتو د هرات والې له لورې هدایت ورکړل شوی چې د خبریالانو سره د معلوماتو په برخه کې د قانون مطابق همکاري وکړي.
و اطلاعاتو ته د لاسرسی په هکله هرات مېشته خبریالان په داسې حال کې شکایت کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون شاوخوا درې کاله مخکې توشیح شوی.
http://talwasa.af/2019/09/21